ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ،دهندوستان د پوهنتونونو استاذان، محصیلین او زده کونکي،د نوی ډیلی د کتاب په نړیوال نندارتون کې په شتون سره د ایران د کتاب د سټال کتنه کوي او د ایران له تاریخ ، کلتور ، تمدن او ویاړمنو شاعرانو سره بلدیږي.
په هندوستان کې دایران سفیر ایرج الهي د نوی ډیلی د کنتاب په نړیوال نندارتون کې د ایران د سټال دلیدو په وخت ووئيل،په هندي ژبه د ایرانیو آثارو ژباړل، د ایران او هند په کلتوري اړیکو کې د مهم بدلون سبب کیږي.
د محمد په نامه یوه هندي محصیل په دغه نندارتون کې د ایران د سټال د لیدو په وخت ایران پریس خبری آژانس ته ووئيل،د ایران دتاریخ او کلتور د معرفي کولو په زمینې کې ډير ښه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي او دا ډير ښکلی کلتور دی .
د حافظ شیرازي ، مولوي ، فردوشي پشمول دایرانیو شاعرانو،ټوریزم او همداراز د حضرت امام خمیني ، داسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لیدتوګو معرفي کول او ورسره د شهید جنرال قاسم سلیماني د شخصیّت معرفي کول ، دایران په سټال کې نندارې ته دوړاندې شوو کتابونو یوه برخه ده .
د نوي ډیلی د کتاب په نړیوال نندارتون کې د ایران په سټال کې په فارسي، اردو او انګریزي ژبه ژباړل شوي سلګونو کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نوي ډیلی د کتاب نړیوال نندارتو د فرورۍ په لسمه پیل شوی او د فرورۍ تر اتلسمې پورې به دوام ولري.